CRI Online

امريکا د نړيوالې جنايي محکمې پر کارمندانو د بنديزونو لګولو حکم تصويب کړل

cri     (GMT+08:00) 2020-06-12 19:51:03

د امريکا د اسوسيتيد پريس(Associated Press) د راپور له مخې ، د دغه هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جون په ۱۱مه نېټه د نړيوالې جنايې محکمې پر وړاندې اقدام پيل کړ او پر هغو کسانو به اقتصادي بنديزونه او محدودونه ولګول شي چې د دغه هېواد له اجازې پرته په مستقيمه توګه په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو د جنګي جرمونو په اړه تحقيقاتو کې ګډون کوي.

په ۲۰۱۹ کال کې د امريکا د ملي امنيت پخوانی سلاکار بولټن ګواښ وکړ چې که د نړيوالې جنايې محکمې کارمندان د امريکا او د دوی ملګرو هېوادونو پر ضد دعوا ته دوام ورکړي ، دوی به له بنديزونو سره مخ شي. د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د دغې محکمې د لوی څارنوال (Fatou Bensouda) فاتو بينساودا ويزه لغوه کړه. بين سودا مخکې د دغې محکمې له قاضي څخه غوښتنه کړې وه چې په افغانستان کې د امريکايي عسکرو لخوا د شويو جنګي جرمونو په اړه تحقيقات وکړي. قاضيانو په پيل کې دغه غوښتنه رد کړه ، مګر وروسته له هغې چې بين سودا بيا د دعوا غوښتنه وکړه ، رد شوې پريکړه بيرته واخيستل شوه او د روان کال په مارچ کې د تحقيقاتو تر سره کولو اجازه ورکړل شوه. پومپيو دا پريکړه غندلې او ويي ويل چې دغه محکمه يوه غير مسؤلانه سياسي اداره ده چې د قانوني څانګې په نامه کار کوي . د پومپيو دغه خبره د خيران وړ دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای