CRI Online

مايک پومپيو د نورو هېوادونو پر مذهبي تګلارو تور لګولی او کله نا کله يې سياسي مسخرې جوړې کړې

cri     (GMT+08:00) 2020-06-12 20:53:31

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په دې وروستيو ورځو کې ( په ۲۰۱۹ کال کې په نړۍ کې د تش په نامه مذهبي ازادۍ په هکله راپور)خپور کړ او په ناوړه توګه يې د چين پر مذهبي تګلارې تور ولګاوه. په همدې ورځ د دې هېواد د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو په يوه خبري ناسته کې هم د مذهبي مسئلې په پلمه پر چين تور لګولی دی.اوس د امريکا حکومت د نژادي تبعيض ضد لاريون کوونکي خپلي چې له امله د بېلا بېلو توکمونو تضادونه زيات شوي دي.خو په همدې وخت مايک پومپيو لاهم د چين پر مذهبي تګلارې تور لګولی چې دا پر نړيوالو ملنډې وهل دي.

د مذهبي ازادۍ په نوم د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه د امريکا حکومت د بادارۍ د لټولو وسيله ده. په وروستيو کلونو کې د امريکا سياستوالو په دې وسيله د نورو هېوادونو د بدنامولو لپاره لازياتې هڅې کړې دي. د بېلګې په توګه د چين پر مذهبي تګلارې يې تور لګولی او پر دروغو يې ادعا کړې چې د چين په شينجيانګ کې لس مليونه لږ کي وګړي نيول شوي او د شينجيانګ او شي ځانګ په اړه يې د تش په نامه قانوني مسودې تصويب کړې دي.د مايک پومپيو په شان امريکايي سياستوالو تل د مذهب په پلمه د چين د پرمختګ د مخنيوي هڅه کړې ده.

دغو امريکايي سياستوالو د ګنګوسو په خپرولو سره غوښتي چې د چين د مخنيوي لپاره يوه ډله جوړه کړي ،د بېلګې په توګه د تېر کال په جولای کې امريکا د تش په نامه د مذهبي ازادۍ د پرمخبيولو په موخه د وزيرانو دوهمه غونډه تر سره کړه او پکې يې د تش په نامه د مذهبي ازادۍ نړيوال اتحاد جوړ کړ،خو نړيوالې ټولنې د دوی د دغې ناوړې کړنې مخنيوی وکړ. د اندونيزيا د مسلمانانو د تر ټولو لوی سازمان مسؤل په علني توګه په شينجيانګ کې د چين د حکومت له خوا له پلې شوې تګلارې څخه ملاتړ کړی او په دې اند دی چې پر چين د ځينو لويديځو هېوادونو نيوکه او تور سياسي موخه لري او له حقيقتونو سره سمون نه لري.

دا څرګنده ده چې د مذهبي ازادۍ په هکله د مايک پومپيو په شان د امريکايي سياستوالو له ناسمو څرګندونو څخه د امريکا رياکاره او غير اخلاقي څېره او د دې هېواد دوه ګوني ميعارونه ښکاري.له اوږدې مودې راهيسې د امريکا په دننه کې مذهبي اختلافونه او نژادي تبعيضونه شته دي . په تېره بيا د امريکا د اوسني حکومت له پيل راهيسې د دې هېواد په دننه کې مذهبي ازادۍ لا زيانمنې شوې دي.د امريکا د پيو څيړنيز مرکز د تېر کال په مارچ کې يوه ټولپوښتنه خپره کړه چې له مخې يې د دوه اتيا سلنې خلکو په اند مسلمانان په امريکا کې له نژادي تبعيض سره مخ دي.

امريکا نه يوازې د خپل هېواد په دننه کې مذهبي ازادي تر پښو لاندې کړې بلکې په دوو لسيزو کلونو کې يې په افغانستان، عراق او سوريه کې يې د جګړې اور بل کړی او ډېر بشري ناورينونه يې هم رامنځته کړی چې په پايله کې د بېلا بېلو مذهبونو ترمنځ دوښمنۍ،ترهګري او تندلاري هم سخته شوې ده.نو امريکايي سياستوال حق نه لري چې د نورو هېوادونو د مذهبي تګلارو په هکله څرګندونې وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای