د چين صدراعظم لي که چيانګ د جون په ۱۲مه نېټه د ۲۰۲۰کال لپاره د چين او جنوب ختيځې اسيا ټولنې ترمنځ د ډيجيټلي اقتصاد د همکاريز کال د پيل مراسمو ته د مبارکۍ پيغام واستاوه.
هغه په خپل پيغام کې وويل چې چين او د جنوب ختيځې اسيا ټولنه يو د بل مهم همکاران دي.اوس په ډيجيټلي اقتصادي پرمختګ کې ډېر بدلونونه راغلي دي. د کوويد ۱۹ ويروس نړۍ ته زيانونه رسولي دي. نو ډيجيټلي اقتصاد د بېلا بېلو هېوادونو د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ، د استخدام د پرمخبيولو او د خلکو د نيکمرغۍ د تر لاسه کولو لپاره ډېر اهميت لري.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |