CRI Online

د کوويد-۱۹ ويروس د وبا له امله ښايي په نړۍ کې د سختو بېوزلو کسانو شمېر يو ميليارډ سل مليونه تنو ته زيات شي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-13 15:37:46

د م م پوهنتون د نړيوال پرمختګ او اقتصاد څېړنيز مرکز د جون په ۱۲مه نېټه يو تازه راپور خپور کړ. په دې راپور کې راغلي چې د کوويد-۱۹ وبا له امله رامنځته شوې اقتصادي پرزيدا ښايي په نړۍ کې د سختو بېوزلو کسانو شمېر درې سوه پنځه نوي مليونه تنه زياته کړي، که د هر تن په سر منځنی عايد شل سلنه کم شي، د هغو بېوزلو کسانو شمېر به يو ميليارډ يو سل او شل مليونه تنو ته ورسيږي چې ورځنی عايد يې له يو اعشاريه نهه امريکايي ډالرو څخه ټيټ دی.

په دغه راپورې کې ويل شوي چې په پرمختيايي هېوادونو کې په تيره بيا د جنوب ختيځې اسيا او ارام سمندر سيمې په پرمختيايي هېوادونو کې بېوزلی نفوس به په ډېره اندازه زيات شي. که بېلا بېل هېوادونه د دغه بحران پر وړاندې همکارۍ و نه کړي، د نړۍ د بېوزلۍ د له منځه وړلو په بهير کې ښايي بيرته شل يا دېرش کلن په شا تګ وشي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای