د امريکا د ناروغيو د کنټرول او وقايې مرکز په ځايي وخت د جون په ۱۲مه نېټه د وړاندوينې يو راپور خپور کړ، چې له مخې يې د جولای تر ۴مې نېټې پورې به په امريکا کې د کوويدـ۱۹ ويروس له امله د مړه شويو کسانو شمېر له ۱۳۰ زرو څخه زيات شي.
د جانز هاپکينز پوهنتون د نوې شمېرنې له مخې، د امريکا د ختيځې برخې پر وخت د جون د ۱۲مې نېټې د ماسپښين تر ۲ بجو ۳۳ دقيقو پورې په دې هېواد کې پر دې ويروس د اخته کسانو شمېر له ۲ ميليونو او ۳۰ زرو څخه زيات شوی دی چې عمومي شمېر يې ۲۰۳۳۰۰۳ ته رسېدلی دی، او د دې ويروس له امله ۱۱۴۱۲۶ کسان مړه شوي دي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |