CRI Online

د شانګهای د همکارۍ سازمان سنټ پيترسبورګ سرمشريزه غونډه به د روان کال په مني کې تر سره شي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-13 16:03:41

د شانګهای همکارۍ سازمان د جوړېدو د ۱۹مې کليزې په درشل کې د دغه سازمان سرمنشي ولاديمير نوروف د جون په ۱۲مه نېټه په بېجينګ کې د ۲۰۲۰ کال د شانګهای همکارۍ سازمان د ورځې په اړه مطبوعاتي غونډه تر سره کړه. نوموړي په دغه غونډه کې وويل، د کوويد-۱۹ وبا له امله د شانګهای همکارۍ سازمان سنټ پيترسبورګ سرمنشريزه غونډه به د روان کال په مني کې تر سره شي، اوس د تياريو بېلا بېل کارونه روانه دي.

نوروف وويل، چې د شانګهای همکارۍ سازمان د ټولو غړو هېوادونو او کتونکو هېوادونو مشران او د اړوندو نړيوالو او سيمه ييزو سازمانونو استازي به په دغه سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړي. د کوويد-۱۹ وبا د اغېزو له امله اړونده اجنډا به اصلاح شي خو ټول فعاليتونه به په منظم ډول تر سره شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای