CRI Online

د بشري حقونو په اړه د امريکا دوه مخيتوب ښکاره شوی

cri     (GMT+08:00) 2020-06-13 17:04:32

ډونالډ ټرمپ د جون په ۱۱مه نېټه اعلان وکړ چې امريکا به د نړيوالې جنايي محکمې پر چارواکو اقتصادي بنديزونه او د ننوتلو بنديزونه ولګوي چې د افغانستان په جګړه کې د امريکا د کړنو په تحقيقاتو کې يې ګډون کړی دی. د بنديزونو له لارې د يادې محکمې د تحقيق د بندولو لپاره د امريکا هڅې د ډېرو خواوو لخوا غندل شوې. د رواني مياشتې په ۱۱مه نېټه د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو عالي رتبه استازي جوسيپ بوريل وويل چې د امريکا دا عمل د ډېر انديښنې وړ دی.پر ځايي وخت د روانې مياشتې په شپه د فرانسې د بهرنيو چارو وزير جين ايوس لي دريان د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې فرانسه د امريکا حکومت د يادې پرېکړې په اړه حيرانتيا او ناراحتي څرګنده کړې ده .دغه پرېکړه د محکمې او د نړيوالې جنايي محکمې د روم قانون لاسليکوونکو هېوادونو ،څو اړخيزم او قضايي خپلواکۍ ته سخت زيانونه رسولي دي .

د وو هان پوهنتون د نړيوالو قوانينو د څېړنيز انستېتيوټ پروفيسرې فنګ جيه هان وويل،که څه هم امريکا د ياد قانون لاسليکوونکي هېواد نه دی،خو له مقرراتو سره سم که امريکا د ياد قانون په لاسليکوونکو هېوادونو کې جرم تر سره کړي، ممکن محاکمه شي. ځينې ​​يا ټول حقايق چې د يادې محکمې په لټه کې دي، په افغانستان کې دي او افغانستان د ۲۰۰۳ کال په فبرورۍ کې د روم قانون لاسليک کړی. نړيوالې جنايي محکمې له معقولو اساساتو سره د پروسيژر قضاوت پراساس تحقيقات ترسره کړل. د افغان جګړې پرمهال د امريکا کړنې ټولې نړۍ ته څرګندې دي. امريکا د خپل سياست او کورني قوانين له نړيوالو قوانينو او عدالت څخه لوړ کړي ، کوم چې دا د نړيوال قانوني نظم لپاره يو بل سپکاوی بلل کېږي.

د نړيوالو ستراتيژيکو اړيکو د څېړنيز انستېتيوت مرستيال سو شياو هوی وويل چې امريکا له تحقيقاتو سره مخالفت کوي او حتی بنديزونو ته دوام ورکوي .د امريکا له دغو کړنو څخه د بشري حقونو په مسئلو کې د دغه هېواد دوه مخيتوب ښکاره شوی دی. امريکا هيله لري چې خپل اقتصادي مقام او په نړۍ کې د اغېزې له لارې خپل جنايتونه پټ کړي، خو دا د بې ګناه قربانيانو له بنسټيزو حقونو څخه سرغړونه ده او نړيوال عدالت ته زيان رسوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای