CRI Online

امريکايي سياستوال يو ځل بيا خپل پړه پر نورو خواوو اچوي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-13 20:47:16

د جون په ۱۱مه نېټه د کوويد-۱۹ وبا په اړه د سپينې ماڼۍ په يوه غونډه کې د امريکا مشر په دغه هېواد کې د وبا د خپرېدو څپې بيا راپورته کېدل د مکسيکو له سيلانيانو سره تړلې. د امريکا حکومت بيا بيا د خپلې کمزورۍ د پټولو لپاره خپل مسئوليت پر چين، د روغتيا نړيوال سازمان، اروپايي ټولنه او لاتينې امريکا باندې اچولی، نړيوال د امريکا د دغو کړنو پر وړاندې حيران نه دي.

دغه ځل د امريکا سياستوالو لاتينه امريکا په نښه کړې او د دوی په قول لامل يې دا دی چې اوس په امريکا کې د کوويد-۱۹ زياتره تازه پېښې د لاتينې امريکا الاصله امريکايانو په استوګنيزو سيمو کې رامنځته شوې، نو سپينه ماڼۍ شک لري چې له مکسيکو څخه داخلېدل د پېښو د زياتوالي لامل دی. خو د دغسې لامل يادول ټوکې بلل کيږي.

د روان کال په مارچ کې امريکا له مکسيکو سره د غېر مهمو کسانو د راتګ تړون لاسليک کړی او له امله يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کسانو تګ راتګ په ډېره اندزه کم شوی دی. د کوويد-۱۹ وبا د خپرېدو په حال کې د نړۍ سيلانيز صنعت کمزوری شوی او د سيلانيانو شمېر کم شوی دی. د امريکا اې پي اژانس په خبر کې دې ته اشاره کړې ده چې د امريکا مشران تل پر مکسيکو د جرمونو او ساري ناروغيو د خپرولو تورونه لګوي او د امريکا حکومت غواړي چې د روانې وبا په پلمه د کډوالو د محدوديت پاليسي وهڅوي.

د کوويد- ۱۹ وبا له خپرېدو راهيسې په امريکا کې د لاتينې امريکا الاصله کسانو د اخته کېدنې انډول او د مړينې انډول د نورو ډلو په پرتله لوړ دی او دوی د نژادي نابرابرۍ له سختو اغېزو سره مخامخ دي. د نيويارک ټايمز ورځپاڼې په ويبپاڼه کې خبر ورکړل شوی چې اوس د روغتيا په برخه کې د افريقايي او لاتيتې امريکايي الاصله کسانو وروسته پاتېوالی په تاريخ کې د شتمنيو او فرصتونو د نابرابرۍ نتيجه ده.

امريکايي سياستوال خپل مسئوليت د نژادي نابرابرۍ او سپکاوي زيانمن شويو ډلو باندې د اچولو په هڅه کې دي، اخلاق يې چېرته دي؟

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای