په دې وروستيو ورځو کې د چين او پاکستان ترمنځ هوايي کرښې بيا په کار اچول شوې، په پاکستان کې ډېر چينايان خپل وطن ته بېرته راستانه شوي دي او د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز پروګرام کارکوونکي هم د کار پيل کولو لپاره له چين څخه پاکستان ته رسېدلي.
په دې وروستيو ورځو کې د چين او پاکستان اقتصادي دهليز تر ټولو لوی ترانسپورټي پروګرام ــــ د پاکستان pkm چټک سړک پروګرام ټول کارکوونکي پاکستان ته رسېدلي دي. د جون د ۷مې نېټې په سهار د کراچي ښار ته رسېدلي، په پاکستان کې د کراچي ښار يو له هغو سيمو ده چې د کوويدـ۱۹ وبا له امله ډېره سخته ځپل شوې ده. چيني کارکوونکي د موټر په وسيله تر لسګونو ساعتونو مزل وروسته خپلې هډې ته رسېدلي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |