CRI Online

د روغتيا نړيوال سازمان: په ګرده نړۍ کې پر کوويدـ۱۹ ويروس د اخته کسانو شمېر ۷۵۵۳۱۸۲ ته رسېدلی دی

cri     (GMT+08:00) 2020-06-14 15:07:10

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د جون په ۱۳مه نېټه نوې شمېرنه خپره کړه، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۱۳مې نېټې تر ۱۰ بجو پورې په ګرده نړۍ کې پر کوويدـ۱۹ ويروس د اخته کسانو شمېر د پرون په پرتله ۱۴۲۶۷۲ زيات شوی، چې عمومي شمېر يې ۷۵۵۳۱۸۲ ته رسېدلی، او د دې ويروس له امله د مړه شويو کسانو شمېر د پرون په پرتله ۵۰۵۵ زيات شوی، چې عمومي شمېر يې ۴۲۳۳۴۹ ته رسېدلی دی.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای