CRI Online

د ښوونې په برخه کې د چين لګښتونه په لومړي ځل تر پنځه زره ميليارډه يوانو زيات شوی

cri     (GMT+08:00) 2020-06-14 20:27:56

د چين د ښوونې وزارت د جون په ۱۳مه نېټه په ۲۰۱۹ کال کې د هېواد د ښوونيزې بوديجې د عملي کېدو راپور خپور کړ. د دې راپور له مخې، تېر کال چين د ښوونې په برخه کې ۵ زره او اوولس ميليارډه او پنځه سوه مليونه يوانه لګولي چې دا رقم د وړم کال په پرتله ٪۸.۷۴ زيات شوی. دا لومړی ځل دی چې د چين عمومي ښوونيز لګښتونه تر پنځه زره ميليارډه يوانو زيات شوي.

په ياد راپور کې راغلي چې تېر کال د ټيټ عمره ماشومانو د ښوونې، اجباري ښوونې، منځنۍ ښوونې او لوړې ښوونې په برخو کې لګښتونه په جلا جلا توګه ۴۰۹ ميليارډه ۹۰۰ مليونه يوانه، ۲۲۷۸ ميليارډه يوانه، ۷۷۳ ميليارډه يوانه او ۱۳۴۶ ميليارډه ۴۰۰ مليونه يوانه دي چې د وړم کال په پرتله ٪ ۱۱.۶۳ ، ٪ ۹.۱۲ ، ٪ ۷.۵۳ او ٪ ۱۱.۹۹ زيات شوي و.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای