د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د جون په ۱۴مه نېټه د شمېرې په خپرولو سره اعلان وکړ چې له چين پرته په نورو هېوادونو کې په کوويد-۱۹ ويروس د اخته شويو شمېر ۷ ميليون ۶ لکه ۵۹۷۹ تنو ته رسېدلی.
له دې شمېرې سره سم، د منځنۍ اروپا پر وخت د جون د ۱۴مې نېټې د سهار تر لسو بجو، له چين پرته په نورو هېوادونو کې په کوويد-۱۹ د اخته شويو شمېر ۷ ميليون ۶ لکه ۵ زره ۹۷۹ تنو ته رسېدلی چې د تيرې اوونۍ په پرتله يو لک ۳۷ زره ۴۶۸ تنه زيات شوی. له چين پرته په نورو هېوادونو کې د مړو شمېر د تېرې ورځې په نسبت ۴۲۸۱ زيات شوی چې ۴۲۲۹۸۵ ته رسېدلی دی. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |