د چين د بي دو-۳ نومي هوايي لارښوونکي سيستم د وروستۍ سپوږمکۍ تخنيکي څارنې او له توغولو مخکې مقدماتي چارې د شي چانګ د سپوږمکۍ توغولو په مرکز کې بشپړې شوې، د دې تر څنګ، د اوږد مارش-۳ نومي راکټ ټولې څارنې هم بشپړې شوې دي. دغه وروستۍ سپوږمکۍ به په ټاکلي وخت کې فضا ته وتوغول شي.
د مالوماتو له مخې، د دې سپوږمکۍ مدار له ځمکې څخه ۳۶ زره کيلومتره واټن لري چې دا د GPS په ګډون د نورو لارښوونکو سيستمونو له واټن سره توپير لري. دغه سپوږمکۍ د بي دو-۳ سيستم د نړيوال کېدل او په چين او شاوخوا سيمو کې د دې سيستم د خدمتي مهارتونو د لوړتيا لپاره ګټور دي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |