CRI Online

د چين مرستندويه طبي ډلې له رام الله څخه ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2020-06-15 10:24:34

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين مرستندويه طبي ډلې د جون په ۱۴مه نېټه په پر له پسې ډول له رام الله څخه ليدنه کړې او له ځايي طبي پوهانو سره يې د کوويد-۱۹ ويروس د څارنې او تداوي په باب د نظريو تبادلې وکړې.

د چين کارپوهانو په همدې ورځ د فلسطين د عامې روغتيا له لابراتوار څخه ليدنه کړې، د کوويد-۱۹ ويروس د څارنې د نوي تخينک په باب يې مالومات بيان کړل، د فلسطين د روغتيا وزارت د ساري ناروغيو له کميټې، طبي ازموينو ډلې، د تداوي له کميسيون او د سختو اروغانو د پاللو له ډلې سره يې غونډې تر سره کړې اوړوندې تجربې يې ور سره شريکې کړې.

د فلسطين د روغتيا وزارت د وقايي چارو ادارې مشر وويل، د چين تجربې د فلسطين لپاره ډېر د مرستې وړ دي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای