د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د روغتيا ملي کمېټې په بېجينګ کې د کوويد ۱۹ د نوي خپرېدو په مقابل کې ژر د بېجينګ ځايي حکومت ته اړوندې لارښوونې وکړې او ور څخه يې غوښتنه کړې چې د دغه ويروس د مخنيوي او کنټرول په موخه دې يو لړ جدي اقدامات تر سره کړي او د دغه ویروس د بيا خپرېدو مخنيوی دې وکړي.
د خبر له مخې، د چين د روغتيا ملي کمېټې د جون له ۱۱مې نېټې راهيسې په بېجينګ کې د کوويد ۱۹ د نوي خپرېدو په اړه څو ځله ځانګړې غوندې تر سره کړې او بېجينګ ښار ته يې د کارپوهانو ډلې لېږلې دي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |