CRI Online

د جون په ۱۴مه نېټه د چين په ستره برخه کې پر کوويد۱۹ د نويو اخته شويو کسانو شمېر ۴۹ ته رسېدلی

cri     (GMT+08:00) 2020-06-15 10:54:13

د چين د روغتيا کميټې د جون په ۱۵ مه نېټه يوه تازه شمېره خپره کړه چې له مخې يې د جون د ۱۴ مې نېټې له صفر بجو څخه تر ۲۴ بجو پورې د چين په ستره برخه کې ۴۹ کسان پر کوويد ۱۹ تازه اخته شوي چې پکې ۱۰ کسان له بهر څخه راغلي دي او ۳۶ په بېجينګ کې او ۳ نور په هه بې کې تشخيص شوي دي. په دې ورځ هېڅوک د دې ويروس له امله نه دي مړه شوي او ۲ تنه مشکوک ناروغان په سي چون ولايت کې پيدا شوي دي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای