د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اسرائيلو صدراعظم بنجامين نيتانياهو د جون په ۱۴مه نېټه اعلان وکړ چې اسرائيل به د ګولان په اشغالي لوړو کې د ټرمپ لوړې په نوم د يهوديانو هستوګنځي جوړ کړي.
د اسرائيلو د هستوګنځايونو چارو وزير په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، ۳۰۰ تنه يهوديان به په استوګنيز ښارګوټي کې ژوند وکړي.
د ۲۰۱۹م کال په مارچ کې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په رسمي ډول په ګولان لوړې کې د اسرائيلو برخه بللې، سوريې د ده له دې عمل سره ټينګ مخالفت کړی، څو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو دغه عمل غندلی دی.
د م م امنيت شورا په ۱۹۸۱م کال کې د ۴۹۷م پرېکړه ليک په تصويبولو سره دې ته په پام سره ويلي چې پر ګولان لوړو د اسرائيلو کنټرول قانوني اعتبار نه لري. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |