CRI Online

استراليا له چين سره اقتصادي اړيکې نه شي پرې کولای

cri     (GMT+08:00) 2020-06-15 14:35:52
استراليا له چين سره اقتصادي اړيکې نه شي پرې کولای

په دې وروستیو کې د چين او استراليا ترمنځ اړيکې له ننګونو سره مخ دي. د استراليا ځينو رسنیو او سياستوالو وويل چې دغه هېواد بايد پر چين له اقتصادي تکيې څخه ځان خلاص کړي.

د استراليا د سډني د ساينس پوهنتون د استراليا او چين د اړيکو څېړنې څانګې په دې اړه د يو راپور په خپرولو سره وويل، د دې هېواد د بهرنيو او سوداګريزو چارو وزارت شمېرې ښيي چې په تېرو لسو کلونو کې د استراليا صادرات هر کال ۱۸۰ مليارډه استراليايي ډالره زيات شوي چې ۶۰ سلنه برخه يې له چين سره په سوداګريزو چارو کې تر لاسه شوي دي. که استراليا له چين سره اقتصادي اړيکې پرې کړي، نو د استراليايانو عايدات او د کارونو فرصتونه به کم شي. د ياد راپور يو ليکوال او د استراليا او چين ترمنځ د اړيکو د څېړنې څانګې مشر ډاکټر جامز لاورنسيسون وويل له چين سره د اقتصادي اړيکو نږدېوالی د استراليا د ملي ګټو لپاره ګټور دی. هغه وويل

((د چين اقتصادي پرمختګ د ځان او ګردې نړۍ لپاره ستر ارزښت لري. چين په تېرو لسو کلونو کې د نړيوال اقتصادي پرمختګ په خدمتونو کې يو پر درېيمه برخه رول لوبولی. استراليا هم په دې بهير کې ګټې تر لاسه کړې دي او په راتلونکې کې به په دوامداره توګه ګټې وګټي. که نړيوال اقتصاد د خپلې ودې لپاره د چين يو پر درېيمه برخه خدمتونه له لاسه ورکړی، نو سخت به زيانمن شي. د چين اقتصادي شمېرې ښيي چې اوس د دې هېواد اقتصاد د کوويد-۱۹ ناروغۍ له منفي اغېزې څخه د وتلو په حال کی دی.))

د استراليا د ملي پوهنتون اقتصادي کارپوهې جانی ګولی چې ۲۵ کاله د چين د اقتصاد په اړه څېړنې کړې، په دې اند ده چې استراليا په اقتصادي برخه کې پر چين په تکيې کولو سره ګړندی پرمختګ تر لاسه کړی دی. اوس د چين اقتصاد ګام په ګام د کوويد-۱۹ ناروغۍ له منفي اغېزې څخه د وتلو په حال کې دی، استراليا بايد له چين سره نږدې همکاريو ته دوام ورکړي او خپل اقتصادي پرمختګ ته به دوام ورکړي. مېرمن جانی ګولۍ وويل

((نه يوازې د استراليا سوداګر، بلکې هر استراليايي وګړي د چين له پرمختګ څخه ګټه اخيستې ده. خو ځينو استراليايي رسنيو او فکري مرکزونو څو ځلې پوښتنه کړې چې ايا استراليا ولې د اقتصاد په برخه کې پر چين ډېره تکيه کړې ده؟ امريکا د استراليا لومړی ملګری هېواد دی او چين د استراليا لومړی سوداګريز همکار دی، کله چې د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ په اړيکو کې ستونزې رامنځته کېږي، استراليا بايد کومه خوا انتخاب کړي؟ بې شمېره واقعيتونو او شمېرنو دا تاييده کړه چې له چين سره اقتصادي همکارۍ د استراليا لپاره ډېرې مهمې دي، په تېره بيا د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې. که څه هم د چين اقتصادي پرمختګ سرعت د کوويد-۱۹ ناروغۍ د منفي اغېزې له امله لږ ورو شوی، خو لا يې هم به د استراليا د دوامدار پرمختګ لپاره زيات فرصتونه برابر کړي.))

د استراليا د ختيځې اسيا فورم څو ورځې مخکې د ((له چين سره د اقتصادي اړيکو په پرې کولو به نړۍ سخته زيانمنه شي)) تر عنوان لاندې يوه ليکنه خپره کړه، په دې ليکنه کې راغلي چې د استراليا او چين ترمنځ نږدې اقتصادي او سوداګريزې اړيکې د دواړو هېوادونو له ګټو سره سمون لري. ډاکټر جامز لاورنسيسون وويل

((چين د اقتصادي پرمختګ په هکله يو لړ سم پلانونه ټاکلي، مثلا د خلکو عايدات بايد لوړ شي، علمي تکنالوژۍ او توليدي توان دې پرمختګ وکړي. د استراليا په شمول نور هېوادونه بايد له چين سره د همکارۍ له لارې د دغه هېواد له پرمختګ څخه ګټې تر لاسه کولای شي او په عين وخت کې چين هم د نړيوال اقتصاد له ښه چاپېريال څخه ګټه تر لاسه کولای شي. نو ويلای شوو که د چين د اقتصادي پرمختګ پلانونه سم وي ، نو نړيوال اقتصاد به هم په سم لوري روان شي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای