CRI Online

د کوويد-۱۹ ويروس د مخنيوي په باب د چين تجربې د افريقا د عامې روغتيا سيستم د ښه والي لپاره ګټورې دي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-15 14:50:59

د چين حکومت په دې وروستيو ورځو کې د کوويد-۱۹ ويروس د مخنيوي لپاره د چين د عملياتو سپين کتاب خپور کړ او پکې يې د دې ويروس د مخنيوي تجربې شريکې کړې، دا تجربې د نړيوالې ټولنې په تيره بيا د پرمختيايي هېوادونو لپاره ډېرې ګټورې دي.

په دې سپين کتاب کې د کوويد-۱۹ د مخنيوي لپاره د چين نه ستومانه کېدونکي کوښښونه بيان شوي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ پر دې ټينګار کړی چې بايد د خلکو ژوند او روغتيا ته لومړيتوب ورکړی شي. د چين مرکزي حکومت، ځايي حکومتونو او بېلا بېلو ادارو په مثبت ډول د ويروس د مخنيوي په چارو کې ګډون کړی. په وو هان او نورو ځايونو کې، طبي کارکوونکو، پوليسو، د هستوګنيزو سيمو کارکوونکو او داطلبانو د کوويد-۱۹ ناروغۍ د وقايي او کنټرول او د ناروغانو د تداوي لپاره مثبت خدمتونه کړي دي. برسيره پر دې، چين له ۱۵۰ هېوادونو او ۴ نړيوالو سازمانونو سره مرستې کړې دي. چيني شرکتونو په بيړني ډول زياتو هېوادونو ته د ناروغۍ د وقايي او کنټرول مالونه برابر کړي. په مراکش کې د افريقا او چين تر منځ د همکارۍ او پرمختګ د کميټې رئيس ناصر بوجيبا وويل، زيات هېوادونه بايد د عامې روغتيا سيستمونه اصلاح کړي او دا نړيوالو همکاريو ته اړتيا لري. د چين تجربې د عامې روغتيا د لا اغېزمن او بشپړ سيستم د جوړولو لپاره ګټورې دي. چين د شلو هېوادونو لخوا د پور بېرته اخيستلو د ځنډولو په وړانديز کې ګډون کړی او په لنډ مهالي ډول يې د ۷۷ پرمختيايي هېوادونو صمانت پاڼې بندې کړې. د روغتيا په ۷۳مه نړيواله غونډه کې، چين د افريقا له ۳۰ روغتونونو سره د مرسته کولو ميکانيزم وړاندې کړ. چين په تېرو اوږدو مودو کې د افريقايي هېوادونو په کورنيو چارو کې د لاس نه وهلو پر اصل له دوي سره اقتصادي او انسان دوستۍ مرستې کړې او دې د نړيوالې سولې او ثبات د ساتنې لپاره مهم رول لوبولی دی. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای