CRI Online

د منځني ختيځ څو هېوادونو په ځينو مسلکونو کلابند لغوه کړی، څو اقتصادي توازن وساتل شي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-15 14:57:44

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اقتصادي ځوړتيا سختېدو له امله د منځني ختيځ څو هېوادونو په ځينو برخو کې د کوويد-۱۹ د مخنيوي په موخه رامنځته شوي محدود تدبيرونه لغوه کړي. د اړوندې اقتصادي شميرې سره سم، که څه هم په منځني ختيځ کې سوداګريز فعاليتونه لږ څخه اعاده شوي، خو اقتصادي پرزيدا روانه ده.

مصر په مثبت ډول د سيلانيز مسلک د بيا پيل لپاره کوښښ کوي، د ګيزا هرم په ګډون به ځينې مشهور تاريخي ځايونه ګام په ګام د نړيوالو سيلانيانو پر مخ خلاص شي. د مصر د روغتيا وزارت ۲۳۲ هوټلونو ته د امنيت ضمانت پاڼې ورکړې، دغه راز د دغو هوټلونو ۵۰ سلنه کوټې د خلاصېدو اجازه لري.

ترکيې د جون له ۱۱مې نېټې څخه نړيوالې هوايي کرښې بيا خلاصې کړې او سيلانيزې چارې يې بيا پيل کړې.

د جون له ۱۱مې نېټې څخه، د مراکش صنايع، سوداګرۍ او د لاس اثار بيا اعاده شوي، په ښاري سيمه کې ۵۰ سلنه عام ترانسپورټ بيا پيل شوی.

د سعودي عربستان د سپورټ وزارت په دې وروستيو کې اعلان کړی، چې د جون له ۲۱مې نېټې څخه به په دې هېواد کې سپورټي روزنې او مسابقې بيا پيل شي، خو سيلانيانو ته د مسابقو ځای ته د تګ اجازه نشته. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای