د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د نايجريا پوځ د جون په ۱۴مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د بوکو حرام ډلې وسله والو د جون په ۱۳مه نېټه د دغه هېواد په شمال د بورنو ايالت پر يو کلي بريد وکړ چې د پوځ په ځوابي بريد کې۲۰ وسله وال ووژل شول.
په دې اعلاميه کې ويل شوي چې د نايجريا ځواکونو په دې عملياتو کې څو وسله وال نيولي، ۴ نظامي شوبلې ويجاړ کړې او يو شمېر وسلې يې تر لاسه کړي دي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |