د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د شمېرنې دولتي ادارې د تازه شمېرې سره سم، په تيره مې مياشت کې په چين کې د توليدي چارو بيا اعادې په ښه توګه تر سره شوې، اقتصاد د بيا سمسورتيا په حال کې و.
په مې مياشت کې د چين د لويو صنايعو د توليداتو ارزښت د زياتوالي انډول ۴.۴سلنې ته رسېدلی او د اپرېل په نسبت ۰.۵ سلنه زيات شوی. د ټولنيزو استهلاکي موادو د پلورلو ارزښت د اپرېل په پرتله ۲.۸سلنه کم شوی، د کمښت انډول د اپرېل په پرتله ۴.۷ سلنه ټيټ شوی. د ښارګوټو د بې کارۍ انډول ۵.۹ سلنه دی چې د اپرېل په نسبت ۰.۱ سلنه ټيټ شوی. له يادو شمېرو څخه څرګندېږي چې په مې مياشت کې عمده اقتصادي انډول په پر له پسې ډول ښه شوی، اقتصاد د مسلسل بيا سمسور کېدو په حال کې و. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |