CRI Online

شي جين پينګ: د عامو وګړيو لخوا د نيکمرغه ژوند د لرلو لپاره دې کوښښونه وکړو!

cri     (GMT+08:00) 2020-06-15 15:32:19

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ تل د شن شي ولايت په لوړه کې تېر شوی وخت په ياد کې ساتي. هغه له ۱۵ کلنۍ څخه د يو لوستي ځوان په توګه د شن شي ولايت په شمال د يان چوان ولسوالۍ په ليانګ جيا هه کلي کې ۷ کاله تېر کړي او هلته يې د خلکو لپاره د واقعي کارونو د تر سره کولو په اړه ټينګه اراده جوړه کړه.

شي جين پينګ د هه بۍ ولايت په جنګ دينګ ولسوالي کې د ګوندي کمېټې د منشي په توګه تر ټاکل کېدو وروسته کله کله د بايسکل په وسيله کليوالو سيمو ته تلو او د دغې ولسوالۍ ټول ۲۰۰ کلي يې ليدلي.

هغه د فو جيان ولايت په نينګ ده سيمه کې د ګوندي کمېټې د منشي په توګه د دندې تر سره کولو په وخت کې شيا دانګ علاقه دارۍ ته د تګ لپاره د ونو په پرې کولو سره لار پرانيستله.

کله چې هغه په جه جيانګ ولايت کې د ګوند د ولايتي کمېټې د منشي په توګه کار کاوه، کله کله په جه جيان ورځپاڼه کې لنډې تبصرې خپرولې، د دغه ولايت د اقتصادي، ټولنيز او علمي پرمختګ په اړه يې خپل پلانونه بيان کړي او د عامو خلکو د پاملرنې وړ پوښتنو ته يې ځوابونه ويلي.

شي جين پينګ د ۲۰۰۷ کال په جون کې په شانګهای کې د ګوندي کمېټې د منشي په توګه د يوې وينا په ترڅ کې څرګنده کړه چې رښتيني برياليتوبونه د ولسي خلکو له خولو څخه ښکاري.

شي جين پينګ د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ کې د کوويد ۱۹ تر چټک خپرېدو وروسته د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون سياسي بيورو د دايمي غړو په يوه غونډه کې پر دې ټينګار وکړ چې د مختلفو کچو ګوندي کمېټې او حکومتونه دې د عامو خلکو روغتيا او ژوند ته لومړيتوب ورکړي او د ويروس مخنيوي او کنټرول دې د اوس مهال لپاره تر ټولو مهم کارونه وي.

د کوويد ۱۹ د خپرېدو په اثر ځينې بې کاره خلک د ژوند له ستونزې سره مخامخ شوي. شي جين پينګ په جون کې د نينګ شيا هوی قوم له کورواکې سيمې څخه د ليدنې کتنې په وخت کې پر دې ټينګار وکړ چې موږ باید په واقعي توګه د عامو خلکو پر وړاندې ستونزې ليرې کړو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای