CRI Online

د چين اقتصاد د بيا سمسورتيا په حال کې دی

cri     (GMT+08:00) 2020-06-15 21:20:40

د چين د شمېرنې ملي ادارې د جون په پنځلسمه نېټه د مۍ په مياشت کې د هېواد اقتصادي شاخصونه خپاره کړل. د مۍ د عمده اقتصادي شاخصونو له ښه والي څخه څرګنديږي چې د چين اقتصاد د بيا سمسورتيا په حال کې دی. د بهرنيو او کورنيو فشارونو پر وړاندې چين د ستونزو د حل توان لري او اقتصادي پرمختګ يې تر لاسه کړی دی.

لومړی: په چين کې مصارف د زياتوالي په حال کې دي. د کوويد-۱۹ ويروس وبا د ښه کنټرول له امله د چين په بازارونو کې د خرڅلاو وضعيت په تېرو مسلسلو دريو مياشتو کې ښه شوی دی. په چين کې په تېره مۍ مياشت کې د سوداګريزو توکو د پرچون خرڅلاو اندازه د تېر کال د همدې مياشتې سويې ته نژدې شوې ده، په انټرنيټ کې د ژوندۍ خپرونو له لارې د سوداګريزو توکو د خرڅلاو په شمول د انټرنيټ په وسيله د پرچون خرڅلاو چټک پرمختګ کړی دی. ټولو ته په کتو ويلی شو چې چين د يو مليارډ او څلورو سوو مليونو تنو نفوس يو ډېر لوی بازار دی او مصرف لا هم د چين د اقتصادي پرمختګ تر ټولو مهم انجن دی.

بر سيره پر دې، د کوويد-۱۹ وبا پر وړاندې د لوړې تکنالوژۍ صنعت د چين د اقتصادي پرمختګ نوی خوځنده ځواک ګرځېدلی دی. په تېره مۍ کې د لوړې تکنالوژۍ صنعت د زياتوالي اندازه اته اعشاريه نهه زيات شوی. د ډيجټلي اقتصاد زياتو صنعتونو په ستونزمنه موده کې پرمختګ کړی دی، له دې څخه ښکاري چې په تېرو زياتو کلونو کې د لوړې تکنالوژۍ د پرمختګ او د نوښت له لارې د پرمختګ موندلو په اړه د چين پلانونه او ترتيبات ښه اغېزه لري او په راتلونکي کې به د لوړې تکنالوژۍ صنعت د چين په اقتصادي پرمختګ کې د ځواکمن انجن رول ولوبوي.

د جون د ۱۵مې نېټې په سهار په ګوانګ جو ښار کې د چين د وارداتي او صادراتي سوداګريزو توکو ۱۲۷م نندارتون پرانيستل شو چې لس ورځې به دوام ولري. دغه لس ورځنی نندارتون به د انټرنيټ له لارې تر سره شي. نژدې ۲۵۰ زره چيني شرکتونه به په انټرنيټ کې سوداګري وکړي، دا د دې يوه نښه ده چې چين پر خپلې ژمنې ټينګار کوي او له نړۍ سره د پرمختګ فرصتونه شريک کوي.

ورخلاصون په ستونزمنه موده کې د پرمختګ مناسبه او اغېزمنه لاره ده. چين د څواړخيزم او نړيوال کېدا ساتونکي هېواد په توګه نه يوازې د ملي اقتصاد د بيا سمسورتيا توان لري او د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ کلنۍ موخې پوره کولی شي، بلکې له نړيوالې ټولنې سره به د ستونزو د ليري کولو لپاره هم ګډې هڅې وکړي او نړيوال اقتصاد ته به د بيا سمسورتيا قوه ورکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای