CRI Online

په بېجينګ کې د کورونا وبا نوې څپه او پر وړاندې يې چټګ او غوره اقدامات

cri     (GMT+08:00) 2020-06-15 21:20:55

ليکواله: زرينه؛ د چين نړيوالې راډيو د پښتو څانګې خبرياله

د چين په پلازمېنه بېجينګ کې د جون له ۱۱ مې نېټې څخه تر ۱۴ مې نېټې پورې د کوويډـ۱۹وېروس ۵۱ نوې مثبتې پېښې ثبت شوي او د پلټنې نتيجه ښيي، چې يادې ټولې پېښې د شين فا دي په نوم د خوراکي توکو مارکيټ سره تړاو لري او دغه مارکيټ اوس تړل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څه باندې ۵۰ ورځو کې په بېجينګ ښار کې د کورونا هيڅ پېښه نه وه رامنځته شوې.

شين فا دي مارکيټ د ۱۹۸۸ کال د مۍ په ۱۶ مه نېټه پرانيستل شوی او په اسيا کې د خوراکي توکو د پېر او پلور تر ټولو لوی مارکيټ دی.

دغه مارکيټ ۱۱۲۰زره متره مربع پراخوالی لري او څه باندې ۱۵۰۰ کارکوونکي يې چارې سمبالوي. د بېجينګ اوسيدونکي د ورځني ژوند ۸۰٪ اړين توکي ( مېوه، سبزي، کبان، شريم، غوښه ، هګۍ او ديګ مساله) له همدغه مارکيټ څخه اخلي او سيمه ييز خلک يې د سبزۍ ټوکرۍ او د مېوې قاب بولي.

ولې شين فا دی مارکيټ د وبا د روانې څپې منشا ګڼل کيږي؟

د چين د ناروغيو د مخنيوي او کنترول مرکز د ساري ناروغيو پوه وو ځون يو وايي، په مارکيټ کې د توکو په زېرمتون کې ټيټه تودخه او ګڼه ګوڼه ښايي د وبا د روانې څپې سبب وي.

يو: کوويډـ۱۹ويروس په ټيټه تودخه کې په لااسانۍ ژوندی پاتې کېدای شي، په مارکيټ کې ډېر خوراکي توکي په تېره بيا سمندري خواړه په يخچالونو کې ساتل کيږي او دغسې چاپيريال د ياد ويروس د ژوندي پاتې کېدا لپاره مناسب دی.

دوه: دغه مارکيټ ته هره ورځ ګڼ شمېر کسان تګ راتګ کوي، که له دغو کسانو څخه يو کس هم پر ويروس اخته وي او له پيدا کېدو پرته ياد مارکيټ ته ننووځي، نو له هغه څخه ويروس په اسانۍ سره نورو ته انتقاليږي.

د بېجينګ ښار د ناروغيو د مخنيوي او کنترول مرکز د کورونا وبا پر وړاندې د مبارزې د کارپوهانو ډلې غړی يانګ پنګ وايي، د طبي کار پوهانو د پلټنې نتيجه ښيي، چې ياد ويروس له اروپا څخه راغلی، خو د راتلو څرنګوالی يې معلوم نه دی، ښايي بېجينګ ته له اروپا څخه د ويروسونو د ککړو سمندري خواړو يا غوښو په ليږدولو سره انتقال شوی وي او يا مارکيټ ته د ناروغانو د ننوتلو له امله ياد ويروس خپور شوی وي.

د وبا د روانې څپې پر وړاندې د بېجينګ ښاروالۍ د مبارزې اقدامات

د بېجينګ ښاروالۍ د جون د ۱۵ مې نېټې د سهار تر لسو بجو پورې له هغو ۲۹۳۸۶ کسانو څخه نمونې واخيستې، چې په تېرو ۱۴ ورځو کې شين فا دي مارکيټ ته تللي دي.

تراوسه له يادو نمونو څخه د ۱۲۹۷۳ نمونو تېسټ بشپړ شوی او د ټولو نتيجه منفي راغلې ده. دغه راز د جون په ۱۴ مې نېټې په دغه ښار کې د ۷۶۴۹۹ اوسېدونکو معاينه ترسره شوې او پکې ۵۹ مثبتې پېښې مثبتې ثبت شوې دي. برسيره پردې، بېجينګ ښاروالۍ دا مقررات هم اعلان کړي، چې هره مثبته پېښه بايد له پيدا او تشخيص کېدو وروسته دوو ساعتونو کې په انلاين ډول ثبت او خبر ورکړل شي او د هرې نمونې د معاينې نتيجه بايد په ۱۲ ساعتونو کې ورکړل شي، که د کوم کس نتيجه مثبته راغله، بايد په ۲۴ ساعتونو کې ټول هغه کسان پيدا شي چې له ياد کس سره يې نږدې ناسته پاسته کړې وي.

د ياد مارکيټ له تړل کېدو وروسته د بېجينګ اوسېدونکو لپاره خواړه څنګه تامينېږي؟

بېجينګ ښاروالۍ ۵ لنډمهاله مارکيټونه جوړ کړي دي.

په ۲۰۰۳ کال کې هم همدغه ښار د سارس وبا شاهد و، له هغې وبا وروسته بېجينګ ښار د بېړنيو پېښو پر وړاندې د خلکو د خواړو تامينولو ميکانيزم جوړ کړی، چې له مخې يې له نورو ځايونو څخه سبزۍ او نور خوراکي توکي په موټرونو کې د خلکو استوګنيزو سيمو ته ليږدول کيږي چې پدې سره د خلکو ژوند تامينيږي.

د شانګهای ښار د هوا شان روغتون د ساري ناروغيو څانګې مشر ډاکټر جانګ ون هونګ ((د کورونا ويروس د پېژندلو په اړه يې کتابونه د نړۍ په ډېرو ژبو ترجمه شوي)) وايي، چې شين فا دي مارکيټ ته هره ورځ ګڼ شمېر خلک تګ راتګ کوي او په داسې حال کې د وبا د روانې څپې مخنيوی او کنترول اسانه کار نه دی، خو بېجينګ ښاروالۍ بيا هم پدې برخه کې چټک، کره او تفصيلي اقدامات غوره کړي، هغه واټونه او سيمې چې مثبتې پېښې پکې پيدا شوي، ژر يې قرطين کړي او کلک محدوديتونه يې لګولي دي او د دې ترڅنګ هغه ځايونه چې ناروغان او د ويروس د خپرېدو خطرونه پکې نشته، ټولنيز ژوند عادي روان دی.

نوموړی په دې اند دی، چې په راتلونکې يوه اوږده موده کې ښايي د نړۍ په بېلابېلو ځايونو کې د وبا څپې بيا بيا پورته شي، چين نه شي کولای چې هميشه ځان کرنتين کړي، چين او د اسيا نور هېوادونه به ګام پر ګام خپل محدوديتونه نرم کړي او لنډه دا چې د روانې وبا پر وړاندې د بېجينګ ښاروالۍ د مبارزې اقدامات د نورو ځايونو لپاره يوه ښه بېلګه ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای