د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د قرغزستان د حکومت مطبوعاتي ادارې د جون په ۱۵ مه نېټه خبر ورکړ چې د دغه هېواد صدراعظم ابوالقاضي يف په همدې ورځ له دندې استعفا وکړه.
له دې وړاندې د قرغزستان پارلماني غړي وويل چې د دغه هېواد حکومت د ابوالقاضي يف په اجازې په ډېره ټيټه بيه دوه راډيويي څپې خرڅې کړې دي.
ابوالقاضي يف سږکال ۵۲ کلن دی او د ۲۰۱۸ کال په اپريل کې د قرغزستان د صدراعظم په توګه ټاکل شوی و.
(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |