د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د جون په ۱۵مه نېټه تازه راپور خپور کړ چې له مخې يې د منځنۍ اروپا په وخت د جون د ۱۵مې نېټې تر لسو بجو پورې له چين پرته په نورو هېوادونو کې پر کوويد-۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په نسبت ۱۳۲۵۳۲ زيات شوی او ۷۷۳۸۵۱۱ ته رسېدلی دی.
په ګرده نړۍ کې پر يادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۱۳۲۵۸۱ زيات شوی او ۷۸۲۳۲۸۹ ته رسېدلی دی. د دې ناروغۍ له امله د مړه شويو شمېر ۳۹۱۱ زيات شو او ۴۳۱۵۴۱ ته رسېدلی دی.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |