د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ د جون په ۱۵مه نېټه د شورا غونډه په انلاين ډول تر سره کړه. په دې شورا کې د چين غړي او د چين د اټومي انرژۍ ادارې مشر جانګ که جيان په دغه غونډه کې د کوويد-۱۹ ضد مبارزه کې د ذروي تکنالوژۍ خدمتونه معرفي کړل.
ښاغلي جانګ که جيان په تېر کال کې د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ لخوا تر لاسه شوي برياليتوبونه وستايل او و يې ويل چې د (( اقليمي بدلون او ذروي برېښنا رول )) تر عنوان لاندې د نړيوالې غونډې په ترسره کېدو سره د ذروي انرژۍ پرمختګ په اړه د بېلا بېلو هېوادونو ګډې نظريې لا نورې پياوړې شوې دي. هغه دې ته اشاره وکړه، په داسې حال کې چې کوويد-۱۹ په نړۍ کې د انرژۍ توليد او مصرف ته سخت زيانونه رسولي او ذروي انرژۍ د يادې ناروغۍ ضد مبارزه کې ډېر خدمتونه کړي، ياده نړيواله اېجنسی بايد د ذروي انرژۍ د رول بيا ارزونه وکړي. چين غواړي له دې ايجنسۍ او بېلا بېلو غړو هېوادونو سره د ذروي انرژۍ د پرمختګ په اړه خپلې تجربې شريکې کړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |