د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د دفاع وزارت د جون په ۱۵مه نېټه وويل، د دې هېواد جنګي الوتکو د بالتيک سمندر دپاسه د امريکا بم غورځوونکو الوتکو لاره ونيوله.
د روسيې د دفاع وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، په همدې ورځ د بالتيک سمندر د ازادو اوبو دپاسه د امريکا يو شمېر بم غورځوونکې الوتکې او يو شمېر بهرنۍ اکتشافي الوتکې ليدل شوې چې د روسيې سرحد ته د نږدې کېدو په حال کې وې. د روسيې د سمندري پوځ څو جنګي الوتکو د يادو امريکايي او بهرنيو الوتکو لاره ونيوله او و يې شړلې. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |