د روغتيا نړيوال سازمان د بيړني طبي چارو تخنيکي مديرې ماريا وان کيرخوف د جون په ۱۵مه نېټه وويل، بېجينګ د کوويد-۱۹ ويروس خپرېدو له تازه رامنځته شويو حالاتو سره د مقابلې لپاره د وقايي او کنټرول سيستم استفاده کړی. له دې مخکې، د سينګاپور، المان او جاپان په ګډون هېوادونو کې هم داسې حالات رامنځته شوي، هر تن بايد چمتو و چې ناروغان او له دوی سره نژدې اړيکې لرونکي کسان پيدا کړي. کم ناروغان لرونکي هېوادونه هم بايد د دې ناروغۍ د بيا خپرېدو د مخنيوي لپاره مقدماتي کار بشپړ کړي.
د روغتيا نړيوال سازمان د بيړني چارو مسئول مايکايل ريان وويل، چين په تيرو ۶ مياشتو کې له کوويد-۱۹ ويروس سره د مقابلې به ساحه کې ډېرې تجربې راغونډې کړې. د روغتيا نړيوال سازمان به له چين سره نژدې همکارۍ ته دوام ورکړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |