د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د جون په ۱۶مه نېټه اعلان وکړ چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د جون په ۱۷مه نېټه په بېجينګ کې د کوويد-۱۹ ويروس د مخنيوي په باب د چين او افريقا تر منځ د ځانګړې سرمشريزې غونډې مشري وکړي او پکې به خاصه وينا وکړي.
دغه ويډيويي سرمشريزه غونډه د چين او د افريقايي ټولنې د نوبني رئيسه هېواد جنوبي افريقا، د چين او افريقا تر منځ د همکارۍ فورم د رئيسه هېواد سنيګال لخوا جوړېږي، د افريقايي ټولنې د سرمشريزې غوندې د رئيسه ډلې غړي هېوادونه، د افريقا د مهمو فرعي سيمو سازمان نوبتي رئيسه هېوادونه، د افريقايي ټولنې د کميټې منشي، د م م سرمنشي، د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير به په دې غونډه کې ګډون وکړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |