د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاووش اوغلو د جون په ۱۵مه نېټه وويل، ترکيه او روسيه به په پر له پسې ډول د ليبيا د دايمي اوربند لپاره همکارۍ وکړي.
نوموړي په همدې ورځ په استانبول کې د ايران د بهرنيو چارو له وزير محمد جواد ظريف سره خبرې اترې وکړې او له دې وروسته يې په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، ترکيه او روسيه د ليبيا مسئلې د اصولو په باب تضادونه نه لري. که د دې مسئلې د حل و فصل اينده لږ څه روښانه شي، دواړه خواوې به د دې مسئلې په باب د وزير په کچه غونډه تر سره کړي.
چاووش اوغلو وويل، د ليبيا وګړو د هيلو خلاف هر ډول پرېکړه بې بنسټه ده. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |