CRI Online

م م له امريکا څخه وغوښتل د نژادي تبعيض د مخنيوي لپاره جوړښتي اصلاحات تر سره کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-16 10:36:07

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م د نژادي تبعيض د مخنيوي کميټې د جون په ۱۵مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د افريقايي الاصه امريکايي جارج فلويد د قصدي وژلو په ګډون زور زياتي کړنو اندېښنه څرګنده کړه او له امريکا څخه يې وغوښتل چې د اړوندو نړيوالو تړونونو مراعات وکړي او سمدلاسه د نژادي تبعيض د مخنيوي لپاره جوړښتي اصلاحات تر سره کړي.

په دې اعلاميه کې ويل شوي چې د امريکا حکومت بايد د هر ډول نژادي تبعيض د له منځه وړلو نړيوال تړون مراعات کړي، عدلي کارکوونکو ته د دې تړون موضوعاتو د پېژندنې روزنې ورکړي او له شرط پرته د اړوندو پېښو غندنه وکړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای