د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اسرائيلو دفاعي ځواکونو
د جون په ۱۵مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، دوی د ۱۵مې نېټې په شپه په غزه کې د حماس پر پوځي اډو بريد وکړ.
په دې اعلاميه کې ويل شوي چې په همدې شپه له غزې څخه د اسرائيلو پر لار يو توغندی ته وتوغول شو، د اسرائيلو پوځي الوتکو د غزې په جنوب کې د حماس پر يوې پوځي اډې ځوابي بريد وکړ، اسرائيلي تانکونو د حماس پر څو پوځي تاڼو د توپونو ډزې وکړې.
د اسرائيلو خبري رسنيو په همدې ورځ د حماس د يوه لوړپوړي چارواکي په حواله وويل، اسرائيلو د اردن سيند د لوېدېځې غاړې ځينې سيمې د دغه هېواد يوه برخه بللې، دا به د پوځي شخړو سبب وګرځي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |