CRI Online

په چين کې د صنعت په اړه انټرنيټي چارو کې د وړ کسانو لومړی معيار خپور شو

cri     (GMT+08:00) 2020-06-16 10:56:26

د چين ميډيا ګروپ د خبر له مخې، د ۲۰۲۰ کال د نړۍ د صنعت په اړه د انټرنيټي چارو لويه غونډه د جون په ۱۵مه نېټه په انلاين ډول پرانيستل شوه. د صنعت په اړه انټرنيټي چارو کې د وړ کسانو په اړه د چين لومړی معيار او د INDICS په نوم د بنسټيزو تاسيساتو د ډګر ستراتيژي په دغه لويه غونډه کې خپره شوه.

په دغه غونډه کې د صنعت په اړه انټرنيټي چارو کې د وړ کسانو معيار خپور شو چې له مخې يې د شبکې، ډګر، صنعتي چارو لويو ډيجټلونو او امنيت په شمول اتو برخو کې ۴۱ دندې ټاکل شوې او کارکوونکي بايد د عمومي توان، مسلکي پوهو، فني توان او د پروژې عملي کولو په ۴ برخو کې وروزل شي.

برسيره پر دې، د INDICS د نويو بنسټيزو تاسيساتو ډګر ستراتيژي هم په همدې ورځ په ياده غونډه کې خپره شوې. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای