CRI Online

په ګوانګ جو ښار کې د چين د صادراتي او وارداتي توليداتو۱۲۷ مه معاملوي غونډه په انټرنېټ کې پيل شوه

cri     (GMT+08:00) 2020-06-16 13:12:57

په ګوانګ جو ښار کې د چين د صادراتي او وارداتي توليداتود ۱۲۷ دورې لس ورځنۍ معاملوي غونډه د جون په ۱۵مه نېټه پرانيستل شوه. دا لومړی ځل دی چې دغه معاملوي غونډه په انټرنېټ کې تر سره کيږي.د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو ګډون کوونکي او توليدات اخيستونکي د انټرنېټ له لارې د توليداتو په باب معلومات وړاندې او يو له بل سره سوداګري کولی شي چې له دې لارې نوی سوداګريز موډل کارول کيږي.

د دې غونډې د پرانيستلو په ورځ د هو بۍ ولايت يوې ګډون کوونکې تصدۍ په هغه انټرنېټي کوټه کې چې د دې غونډې د تشکيلاتي کميټې له خوا جوړه شوې،په ژوندۍ ډول خپل توليدات معرفي کړل او د کارکوونکو له خوا په چيني او انګليسي ژبې د دوی د توليداتو په باب معلومات وړاندې شول.

په انټرنېټ کې په ژوندۍ بڼه د توليداتو د ښودلو لپاره د انلاين کوټې جوړونه د دې غونډې يو ابتکاري کار ګڼل کيږي. د چين د بهرنۍ سوداګرۍ د مرکز مسئول لي جين چي وويل(اواز۲) له پرمختيايي تمايل سره سم په دې معاملوي غونډه کې د ګډون کوونکو تصديو او شرکتونو لپاره همداسي انلاين کوټې جوړې شوې چې له دې لارې يې په ژوندۍ بڼه په ۲۴ ساعتونو کې په خپلو انلاين کوټو کې کتوونکو ته د توليداتو په باب وړاندې کوي.د دې ترڅنګ توليدات اخيستونکي د دغو توليداتو د ښودلو په ترڅ کې په اسانه توګه اړوند معلومات تر لاسه کولی شي او په څو ډول لارو چارو له ګډون کوونکو تصديو او توليدي شرکتونو سره د نظريو تبادلې کولی شي.

له روان کال راهيسې د کوويد۱۹ ويروس د وبا تر منفي اغيزې لاندې نړيواله سوداګري زيانمنه شوې ده.د کارپوهانو په اند په انټرنېټ کې د دې غونډې په پرانيستلو سره کورني او بهرني سوداګران د دې مهم سوداګريز ډګر له لارې خپلې سوداګرۍ ته ادامه ور کولی شي.د دې ترڅنګ د چين د ډيجيټلي اقتصاد پرمختګ په انټرنېټ کې د يادې غونډې د پرانيستلو لپاره زمينه برابره کړې ده. لي جين چي وويل چې په انټرنېټ کې د دغې غونډې پرانيستنه نه يوازې د بهرنيو سوداګريزو تصديو د باور پياوړتيا او د توليداتو د پلورلو لپاره ګټوره ده بلکې ور څخه له کوويد ۱۹ ويروس سره په مبارزه کې او له څو اړخيز سوداګريز ميکانيزم څخه د ملاتړ په برخه کې د چين مسؤلانه رويه ښکاري.

د معلوماتو له مخې په دې معاملوي غونډه کې شاوخوا ۲۵ زره چيني تصديو ګډون کړی چې توليدات يې په پنځوسو غرفو کې ښودل کيږي.پر انلاين کوټو سربېره دغو تصدۍ او شرکتونه د عکسونو او ويديوګانو په شمول په ځينو لارو چارو د خپلو توليداتو په باب معلومات وړاندې کوي.د هر ډول توليدات په اړه ځانګړې پاڼه کې د سپارښتنود ور کولو، د نظريو په باب د تبادلې او سوداګريزو خبرو اترو په شمول برخې ټاکل شوې دي.توليدات اخيستونکي پر وخت له ګډون کوونکو تصديو او شرکتونو سره د نطرونو تبادلې کولی شي. د دې ترڅنګ توليدونکي او اخيستونکي ويديويي غونډه تر سره کولی شي.د دې معاملې د تخنيکي خدمت برابرونکي يعنې د تنسټ شرکت مرستيال عمومی مدير چيو يوو پينګ وويل، دغه انټړنټي معامله دا ځانګړتيا لري چې کتوونکي او اخيستونکي ۲۴ساعته لاس رسی ورته لري او دا چې مشتريان د نړۍ په بېلابېلو ځايونو کې مېشت دي، نو په انلاين کتوونکو شمېر به زيات شي او له نويو تخنيکونو په استفادې سره به نندارې ته د ځينو توليداتو د وړاندې کولو ستونزې هم حل شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای