CRI Online

د څيړنو له مخکې په بيجينګ کې د کوويد -۱۹ ويروس نوې څپې سرچينه بيجينګ نه دی

cri     (GMT+08:00) 2020-06-16 16:24:57

له مسلسلو شپږ پنځوسو ورځو وروسته د چين په پلازمينه بيجينګ کې د کوويد-۱۹ د مثتتو پيښو له ځنډيدنې وروسته په دې وروستيو څو ورځو کې په دغه ښار کې د دغه ويروس نوې پيښې بيا رامنځته شوې. د پلټنو او څارنو له مخې پر دغې ناروغۍ اخته کسان ټول په دغه ښار کې د شين فا دي له يو بازار سره اړيکې لري. دغه بازار په بيجينګ کې تر ټولو لوی بازار دی چې په کې ډول ډول خوراکونه په عمده توګه پلورل کېږي او په ټول چين کې تر ټولو لويه پيمانه لري.دغه بازار په پلازمينه کې خلکو ته د کرهنيزو توليداتو د برابرولو، د کيفيت امنيت او د بيو ثابتوالی تامينوي چې د ټولو ښاريانو د ژوند له اړتياوو سره ټينګې اړيکې لري. دغه بازار په بېجينګ کې څه دپاسه اويا سلنه سبزي او اتيا سلنه ميوې خلکو ته برابرې کړې چې په پلازمينه کې د خلکو د خوراکونو تامينولو لپاره مهم رول لري.

په بېجينګ کې په مسلسلو شپږ پنځوسو ورځو کې د دغې ناروغۍ هيڅ پيښه نه وه ثبت شوې، خو د دغه ويروس سرچينه له کوم ځای څخه ده؟ د چين د ناروغيو د وقايې او کنټرول مرکز د ساري ناروغۍ کارپوه وو ځون يو په دې هکله وويل چې دا ځل په بيجينګ کې د شين فا دي په بازار کې د ويروس پيدا کېدل دوه امکانه لري چې يو دا ښايي دغه ويروس د ککړو توکو له لارې بيجينګ ته راغلی او يا دا چې پر دغې ناروغۍ پر ويروس د اخته کسانو لخوا خپور شوی چې په خپله د دغې ناروغۍ هيڅ نښه نښانو نه لري او يا لږ نښې لري او په خپله يې احساس نه دی کړی. د ده په اند ښايي چې دا ځل پر دغې ناروغۍ لومړۍ پيښه د مې مياشت په پای کې رامنځته شوه. اوس اعلان شوی لومړی ناروغ د جون په يوولسمه نېټه تشخيص شوی او راپور شوی چې هغه د جون په پنځمه نېټه د ناروغۍ نښې نښان هم درلودې. نو دا امکان شته چې لومړی ناروغ د مې مياشت په پای کې او يا د جون په پيل کې پر دغه ويروس اخته شوی. وو ځون يو زياته کړه چې په بيجينګ کې په نژدې دوو مياشتو کې د دغې ناروغۍ نوې پيښه نه ده رامنځته شوې، نو تر ټولو قوي امکان دا دی چې دغه وبا له بيجينګ پر ته له نورو هېوادونو او سيمو څخه راغلې ده.

هغه وويل چې څيړوونکو د دغو ناروغانو له بدن څخه او د شين فا دي په بازار کې له توکو څخه ويروس پيدا کړ چې دواړه يو شان دي. څيړوونکو په چين کې د وبا د ويروس جوړښت او د نړۍ د نورو هېوادونو د ويروس له جوړښتونو سره له پرتله کولو وروسته دا معلومه کړې چې کېدای شي د نوي پړاو وبا له اروپا څخه راغلی دی. دغه ويروس په اروپا کې له ويروس سره يو شان دی، خو دا تصديق نه کيږي چې دغه ويروس له اروپايي هېوادونو څخه راغلی دی، مثلا په امريکا کې ساري ناروغۍ هم په عمده توګه د اروپا ويروس دی، ځکه دا نشي تشخيصيدای چې بيجينګ ته د وبا ويروس له کوم هېواد څخه راغلی دی.

د ويروس سرچينې پيدا کول يوه ډېره مهمه علمي مسئله ده. د جون په پنځلسمه نېټه په بيجينګ کې د کوويد-۱۹ ويروس ۲۶مثبتې پيښې اعلان شوې او په همدې ورځ د چين د ناروغيو د کنټرول مرکز وويل چې د بيجينګ په وبا کې د ناروغانو د ويروس د جوړښتونو ازموينې او څارنې کارونه بشپړ شوي او لومړۍ نتيجه يې اعان شوې او د ويروس سرچينې پيدا کولو کارونه په فعاله توګه روان دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای