CRI Online

نيويارک ټايمز: بهرنۍ تصدۍ له چين سره د اقتصادي اړيکو پرېکون نه غواړي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-16 16:53:52

نړيوال اقتصادي وده او نړيوالې سوداګرۍ د کرونا وبا له امله له ډېرو ستونزو سره مخ شوې دي، ځيني کسان دا نظر ښودلی چې له چين سره دې د بهرنيو هېوادونو اقتصادي اړيکې پرې شي. نيويارک ټايمز د جون په ۱۵ مه ((له چين سره د اقتصادي اړيکو پرېکون غواړئ؟ درېيو چارو ته په کتو به د دې کار په سختوالي پوه شئ)) تر عنوان لاندې يوه ليکنه خپره کړه. په دغه ليکنه کې راغلي چې د چين اقتصادي قوت د نړيوال اقتصاد د پرله پسې ځوړېدو د مخنيوي لپاره رول لري،بهرنۍ تصدۍ نه غواړي له چين سره اقتصادي اړيکې پرې کړي . په دغه ليکنه کې د هغو درېيو بهرنيو تصديو پرمختيايي وضعيت تحليل شوی چې له چين سره اړيکې لري،د دغو تصديو د مسئولينو نظرونه بيان شوي او د چين د بازار پر اهميت ټينګار شوی دی.

د تېرې پېړۍ په نهمه لسيزه کې د استراليا له لويديځې سمندري سيمې څخه نيول شوي SHRIMP) شريمپ( تر ډېره جاپان ته صادرېدل.

دغه راز له اسټراليا څخه امريکا ته هم د شريمپوغوښو قطي صادريدل او نور محصولات يې يا د استراليا په دننه کې او يا هم پر ګاونډيو هېوادونو پلورل کېدل.

په ۲۰۰۰ کال کې چين له استراليا څخه شريمپ د نورو په پرتله په لوړه بيه واخيستل او له هغه وروسته د دغه هېواد شريمپ تر ډېره چين ته صادرېږي.

د روان کال تر پيل پورې د استراليا ٪۹۵ شريمپ SHRIMP چين ته صادر شوي. په چين کې د کرونا وبا له رامنځته کېدو وروسته دغه هېواد له استراليا څخه د نوموړو محصولاتو واردول بندکړل، ځکه د استراليا د لويديځې سمندر پر غاړه د هغو بېړيو چې په سمندر کې شريمپ نيسي، له دوه زره ډېر کار کوونکي پر کرونا ککړ شوي او کارونه يې په ټپه درېدلي.

د نيويارک ټايمز په ياده ليکنه کې راغلي، ځيني کسان پدې اند دي چې استراليا دې خپل پام له بهرنيو بازارونو څخه خپل داخلي بازار ته راواړوي،خو استراليا د چين له بازارونو څخه لاس نه دی اخيستی او هڅه کوي چې خپلو تصديو ته د چين بازارونو ته د ستنېدو زمينه برابر کړي.

د فيديلي کاماردا په نوم يو کب نيونکي نيويارک ټايمز ته وويل: کله چې په چين کې کرونا وبا رامنځته شوه، موږ فکر کاوه چې له چين څخه به بل ځای ته لاړ شوو، خو وروسته د نړۍ په نورو ځايونو کې هم وبا رامنځته شوه او د چين وضعيت ګام پر ګام عادي کېدو پر لور روان دی او چين يو غټ بازار دی.

د جرمني د برقي څراغونو توليدي شرکت (Osram) اجرائيه رئيس اولاف بيرلين وويل،بل هېڅ بازار د نړيوالې اقتصادي ودې په لارښوونه کې د چين مقام نه شي نيولي.

(TOTO) شرکت په جاپان کې د سراميک او تشنابونو د کمودونو توليدولو تر ټولو لويه تصدۍ ده.

د دغه شرک لخوا توليد شوي کمود په چين کې ډېر مشتريان لري.

ياد شرکت د چين په ۱۹۸۵ کال کې په پلازمېنه بېجينګ کې نمايد ګي جوړه کړه او په وروستيو کلونو کې يې په چين کې سوداګريزې چارې ډېرې پراخې شوې دي. دې شرکت تراوسه په چين کې ۷فابريکې پرانيستې دي. د روان کال په جنورۍ او فبرورۍ کې په چين کې د کرونا وبا له کبله د ياد شرکت توليدي چارې په ټپه درېدلې او عايدات يې ډېر کم شوي دي، خو هېڅکله يې له چين څخه پر وتلو فکر نه دی کړی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای