د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جون په ۱۶مه نېټه اعلان وکړ چې د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالو همکاريو عالي رتبه ويډيويي غونډه به د جون په ۱۸مه نېټه تر سره شي چې عنوان يې دی ( د يو کمربند او يوې لارې نړيوالې همکارۍ او د کوويډ ـ ۱۹ وبا ضد ګډه مبارزه). د چين د دولتي شورا غړی او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي به د دغې غونډې مشري وکړي او د ۲۵ هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران او د وزيرانو په کچه چارواکي، د م م او د روغتيا د نړيوال سازمان مسؤلين به پکې برخه واخلي.
د معلوماتو له مخې، ياده غونډه به د چين د بهرنيو چارو وزارت، د دولتي انکشاف او اصلاحاتو کمېټې، د سوداګرۍ وزارت، د طب او روغتيا د ملي کمېسيون لخوا جوړه شي او موخې يې دا دي چې د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالو همکاريو په دوهم سرمشريز فورم کې تر لاسه شوې ګډې نظريې پلې کړي، د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې د يادې وبا ضد د مبارزې لپاره نړيوالې همکارۍ پياوړې کړي، د کار او توليد د بيا اعاده کېدو په برخه کې تجربې او لارې چارې تبادله کړي او د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ پلان په ښه کيفيت سره پلی کړي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |