CRI Online

ملي امنيت ساتونکي قانون د هانکانګ د ثبات د ساتلو لپاره يو ښه فرصت برابر کړی دی

cri     (GMT+08:00) 2020-06-16 20:36:17

په يو هېواد کې د دوو نظامونو د سيستم پر بشپړتيا ټينګار د هانکانګ د بنسټيز قانون د خپرېدو د ۳۰مې کليزې د يادونې نړيوال سيمينار په دې وروستيو ورځو کې د چين په شن جن ښار کې تر سره شو. د چين د کورنۍ برخې، هانکانګ، مکاو او روسيې، بريتانيې، جرمني، هسپانيې او هند په شمول د ګڼو هېوادونو تقريباً ۲۰۰ کارپوهانو پکې ګډون کړی و. د ګډونوالو په اند، په هانکانګ کې د ملي امنيت ساتونکی قانون د دې سيمې لپاره يو ښه فرصت دی څو ياده سيمه له خړپړ حالت څخه ووځي او ارامه شي، او هم په دغه سيمه کې په يو هېواد کې د دوو نظامونو سيستم د ښه اجرا کېدو لپاره مهم ضمانت دی.

ملي امنيت ساتونکی قانون د يوې دروازې د ساتونکي په شان کور له غل څخه ساتي. د ملي امنيت ساتنه په يو هېواد کې د دوو نظامونو له سيستم سره سمون لري. د هانکانګ خاصې اداري ناحيې د قانون جوړونې کميټې غړي او د امنيت ادارې پخوانۍ مشرې يې ليو شو يي په دې وروستيو ورځو کې د جرمني له رسنيو سره په مرکه کې وويل، په هانکانګ کې د ملي امنيت ساتونکي قانون جوړونه د چين د ملي امنيت او ګټو د ساتلو لپاره موجه دليل حق دی.

په دې سمينار کې ځينو ګډونوالو وويل، چې د چين د ملي امنيت له سختې ويجاړتيا سره مخامخ دی، نو په هانکانګ کې ملي امنيت ساتونکی قانون به په يو هېواد کې د دوو نظامونو سيستم بشپړ کړي او دغې سيمې ته به نوی ژوند ورکړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای