CRI Online

شي جين پينګ د اکوادور له ولسمشر سره تليفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2020-06-17 10:10:11

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون د ۱۶مې نېټې په شپه د اکوادور له ولسمشر لنين مورينو سره تليفوني خبرې وکړې.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې اوس کوويد-۱۹ په اکوادور کې خپور شوی، زه د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب د اکوادور له حکومت او خلکو سره همدردي څرګندوم. له ياد ويروس سره د چين د مبارزې په سخته موده کې د اکوادور حکومت پر وخت چين ته وقايوي مواد برابر کړي وو. کله چې دغه ويروس په اکوادور کې خپور شو، د چين بېلا بېلو خواوو هم له اکوادور سره بېړنۍ مرستې وکړې. چين به د ياد ويروس ضد مبارزې لپاره له اکوادور څخه ملاتړ او مرستو ته دوام ورکړي.

شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې لا هم کوويد-۱۹ په نړۍ کې د خپرېدو په حال کې دی. چين غواړي د دې ويروس ضد مبارزه کې له بېلا بېلو هېوادونو سره همکارۍ ته دوام ورکړي او د انسانانو د روغتيا د ګډې ټولنې جوړېدو کارونه پرمخبوزي.

ولسمشر لنين مورينو په خپلو خبرو کې وويل، د چين حکومت او خلکو له اکوادور سره د کوويد-۱۹ ضد مبارزه کې ارزښتناکې مرستې کړې دي. چين د اکوادور هراړخيز ستراتيژيک همکار دی، اکوادور هيله لري چې د چين له تجربو څخه په استفادې او له دغه هېواد سره د همکارۍ په پياوړتيا سره د ياد ويروس ضد مبارزه کې برياليتوب تر لاسه کړي او اقتصادي پرمختګ يې بيا عادي حالت ته ستون شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای