CRI Online

چين يو ځل بيا د د امريکا لومړی لوی سوداګريز همکار ګرځېدلی

cri     (GMT+08:00) 2020-06-17 10:30:08

د امريکا ځينو رسنيو په دې وروستيو کې ويلي، په داسې حال کې چې نړيوالې سوداګرۍ د کوويد-۱۹ تر منفي اغېزې لاندې محدودې شوې، چين د امريکا د بزګرانو او نورو صادراتي سوداګرو لپاره مهم او د پام وړ بازار دی.

د امريکا والسټريټ ورځپاڼې د جون په ۱۴مه نېټه په خپله ويبپاڼه کې خبر ورکړ چې په تېر اپريل کې د چين او امريکا سوداګريز ارزښت 39.7 مليارډه ډالرو ته رسېدلی چې د تېر مارچ په نسبت 43 سلنه زيات شوی او د امريکا او مکسيکو، د امريکا او کانادا ترمنځ له سوداګريز ارزښت څخه اوښتی دی. په دې خبر کې راغلي چې د نړيوال بانک د وړاندوينې له مخې، چين ښايي په روان کال کې ګرده نړۍ کې يوازنی هېواد وي چې اقتصادي پرمختګ يې موندلی وي.

د امريکا او چين ترمنځ د سوداګريزې کمېټې مشر کليک ايلن وويل، اوسني حالات ښيي چې چين ښايي په روان او راتلونکي کلونو کې د نړۍ د توليدي ارزښت د زياتوالي تر ټولو لوی ماشين وګرځي، هيله لرو چې امريکايي شرکتونه به ترې ګټې واخلي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای