د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د کوريا جمهوريت ولسمشرۍ ماڼۍ چيون وادای د جون د ۱۶مې نېټې په شپه په دې اړه خواشيني څرګنده کړه چې د کوريا ديموکراتيک جمهوريت د همدې ورځې په ماسپښين د دواړو خواوو ترمنځ د تماس ودانۍ ويجاړه کړې او پر دې ټينګار وکړ چې د دې پېښې ټوله پړه د ديموکراتيکې کوريا پر غاړه ده.
د همدې ورځې په ماسپښين چيون وادای د دولتي امنيت د ساتلو په اړه يوه بېړنۍ غونډه ترسره کړه او تر غونډې وروسته يې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ديموکراتيکې کوريا ته خبرداری ورکړ چې که هغه په دوامداره توګه د وضعيت خرابولو هڅو ته دوام ورکړي، نو کوريا جمهوريت به ځوابي تدبيرونه ونيسي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |