د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف د جون په ۱۶مه نېټه د ايران د بهرنيو چارو له وزير جواد ظريف سره په ليدنه کې وويل، روسيه غواړي چې په پر له پسې ډول په ټولو ساحو کې له ايران سره همکارۍ پراخې کړي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت لخوا د خپرې شوې اعلاميې سره سم، لاوروف وويل، که څه هم امريکا په يو اړخيز ډول پر ايران بنديزونه لګولي دي، د روسيې او ايران تر منځ تجارتي اړيکو په چټک او ګړندي ډول پرمختګ کړی، د امريکا د تهديد موخه د نورو هېوادونو او ايران تر منځ د اړيکو پرې کول دي، د روسيې په اند، دا له نړيوالو قوانينو څخه څرګنده سرغړونه ده. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |