د چين د ميډيا ګروپ د خبر له مخې، چين د کوويد-۱۹ ويروس له خپرېدو وروسته افريقايي هېوادونو ته ډول ډول مرستې ورکړې دي، تر اوسه پورې، چين د افريقا ۵۰ هېوادونو او د افريقا د ناروغۍ کنټرول مرکز ته د دې ناروغۍ د مخنيوي مالونه برابر کړي،۱۱ افريقايي هېوادونو ته يې ۱۴۸ ډاکتران ليږلي او څو څو ځله يې د افريقايي هېوادونو له طبي کارپوهانو سره ويډيويي غونډې کړې دي. د چين ۴۰ مرستندويه طبي ډلو په افريقا کې مثبت طبي عمليات تر سره کړي او ۴۰۰ روزنيز فعاليتونه يې تر سره کړي. ۲۰ زره ځايي وګړو د چين لخوا په برابر شويو روزنو کې زده کړه کړې ده. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |