CRI Online

شي جين پينګ د تاجکستان له ولسمشر سره تليفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2020-06-17 11:13:35

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون د ۱۶مې نېټې په شپه کې د تاجکستان له ولسمشر امام عملي سره تليفوني خبرې وکړې.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې د تاجکستان حکومت او بېلا بېلو ټولنو په چين کې د کوويد-۱۹ ويروس د خپرېدو په ډېرو ستونزمنو وختونو کې له چين څخه ډول ډول ملاتړونه کړي دي. په تاجکستان کې د کوويد-۱۹ ويروس له خپرېدو وروسته، چين تر وسې پورې له تاجکستان سره مرستې کړې دي. دواړو خواوو د طبي کارپوهانو د ويډيويي غونډو له لارې د دې ناروغۍ د تداوي تجربې شريکې کړې. د چين د طبي کارپوهانو ډلې هم د تاجکستان په زياتو ځايونو کې کارونه بشپړ کړي، دا د چين او تاجکستان تر منځ د پرمختګ او امنيت د ګډې ټولنې مهم ارزښت څرګندوي.

نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې دواړه خواوې بايد د کوويد-۱۹ ويروس د مخنيوي او د سوداګريز تګ راتګ تر منځ توازن وساتي او د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو په باب د مهمو پروژو د جوړولو کار تضمين کړي.

رحمن وويل، ستاسو د ځواکمنې مشرۍ په رڼا کې په چين کې د کوويد-۱۹ ويروس د مخنيوي کار بريالی شوی، اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په پر لا پسې ډول روان دی، دا د چيني حکومت وتلی توان څرګندوي. تاجکستان د چين د مرستې څخه مننه کوي او غواړي چې له چين سره خپلمنځي دوستي او اعتبار پياوړی کړي، د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو په باب د چين پلان او تر ۲۰۲۰م کال پورې د دولتي پرمختګ په باب د تاجکستان ستراتيژي سره يو ځای کړي، د تجارت، طبي چارو او تخنيک په ساحو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای