CRI Online

د المان خبري رسنۍ : زياتره امريکايي شرکتونه له چين څخه وتل نه غواړي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-17 11:14:34

د چين له مسئلو څخه مشهور باخبره الماني فرانک زيرين د جون په ۱۴مه نېټه د المان غږ تلويزيون په انټرنيټ پاڼه کې يوه مقاله خپره کړه چې عنوان يې دی، امريکايي شرکتونه غواړي چې په چين کې پاتې شي.

تجارتي جګړې، د کوويد-۱۹ ويروس خپرېدل، د امريکا او چين تر منځ د اړيکو د پرې کولو په باب د ټرمپ تهديد د چين پر بازار د امريکايي شرکتونو باور نه شي خرابولی. د کوويد-۱۹ ويروس د خپرېدو له ډېرو سختو حالاتو وروسته، د چين او امريکا د سوداګرو ټولنې لخوا د تر سره شوې نظرسنجۍ له نتيجې څخه څرګندېږي چې زياتره امريکايي شرکتونه نه غواړي چې له چين څخه وايستل شي.

پروسږ کال چين د نړيوال اقتصاد په وده کې ۳۳ سلنه ونډه درلودلې، امريکا يوازې ۱۱ سلنه ونډه درلودلې. هيڅ امريکايي شرکت نه غواړي چې د چين له بازار څخه لاس واخلي او ۱ مليارډ او ۴۰۰ ميليونو مشتريان له لاسه ورکړي. برسيره پر دې، د امريکايانو د بېکارۍ انډول ډېر د اندېښنې وړ دی. د کوويد-۱۹ ناروغۍ د خپرېدو له بحران وروسته به چين د خپلو کورنيو اړتياوو د پوره کولو لپاره چيني شرکتونو ته لا زيات فرصتونه برابر کړي، دا د امريکايي شرکتونو پر سر رقابت کوونکی قوت دی. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای