CRI Online

له کوويد۱۹ ويروس سره د بېجينګ د مقابلې کچه لوړه شوې

cri     (GMT+08:00) 2020-06-17 11:23:33

د بېجينګ ښاروالۍ د منشي مرستيالې چن بی د جون په ۱۶مه نېټه وويل چې له همدې ورځې څخه د دې ښار د مقابلې کچه له درېيمې کچې څخه دوهمې کچې ته لوړه شوې ده.سربېره پردې د بېجينګ ښار د سوداګرۍ ادارې چارواکي وويل چې اوس د بېجينګ په بازار کې د سبزيو برابرول په ثابت ډول ساتل شوي دي.

چن بی د همدې ورځې په شپه د کوويد۱۹ ويروس د مخنيوي او کنټرول په هکله يوه خبري ناسته کې وويل چې په دې وروستيو ورځو کې په بېجينګ کې د کوويد ۱۹ ويروس څو مثبتې پېښې رامنځته شوې چې د شين فا دي په نوم د کرنيزو توليداتو له بازار سره تړاو لري. هغې وويل،د کوويد ۱۹ مثبتې پېښې سرچينې په اړ څو احتمالات شته ، يو داچې ښاري ککړو راعتي توليداتو څخه وي او بل دا چې ښاري ناروغ کسان دغه باراز ته تللي او ويروس خپور شوی.د دې حالت له امله يو ځل بيا د خطر زنګ ووهل شو . په دې معفا چې په دې ويروس د اخته کېدو خطر هر وخت او په هر ځای کې شته دي، نو د دې ويروس د مخنيوي او کنټرول په کارونو کې ارام نه شو کولی او بايد په دې مبارزه کې د جدي رويې غوره کولو ته ادامه ور کړو. اوس دا احتمال زيات شوی چې له نورو هېوادونو څخه بېجينګ ته او له بېجينک څخه د چين نورو سيمو ته دغه ويروس خپريږي.ځکه بايد د دې ويروس د مخنيوي او کنټرول لپاره جدي تدبيرونه ونيسو . په عمومی ډول زمونږ په ښار کې له دې ويروس سره د مقابلې کچه له درېيمې کچې څخه دوهمې کچې ته لوړه شوې ده.

هغې زياته کړه چې بايد په جدي، علمي او دقيقه توګه د کوويد۱۹ ويروس د مخنيوي او کنټرول لپاره کارونه تر سره کړو تر څو نورو سيمو ته د دې ويروس د خپرېدو مخنيوی وکړو. د دې ترڅنګ مونږ بايد د هغو کسانو د ادارې او کنټرول لپاره هڅې وکړو چې له نورو هېوادونو څخه راغلي او په دې ويروس اخته شوي دي. سربېره پردې مونږ بايد په علمي رويې سره له دې ويروس سره مقابله وکړو تر څو اقتصاد او ټولنيز نظم په منظم ډول روان شي.

چن بی وويل، په هغو ناحيو کې چې د ياد ويروس د خپرېدو د منځنۍ او لوړې کچې له ننګونې سره مخ دي، هغه کسان چې په شين فا دي کې کار کوي او يا يې له دې ځای څخه ليدنه کړې او يا هلته اوسيږي، له بېجينګ څخه نه شي خوځيدای او نور وګړي که بېړنی کارونه ونه لري، هم له بېجينګ څخه نه شي خوځېدای. د استوګنې په بېلا بېلو سيمو کې د بدن تودوخې درجې د کتلو،د اې دي کارډونو د څارنې او د نومونو ثبتولو په شمول ځيني جدي تدبيرونه پلی کيږي.

سربېره پردې له کوويد ۱۹ ويروس سره د مقابلې کچې په لوړوالي سره د بېجينګ په مختلفو ښوونځيو کې د بېلا بېلو ټولګيو ښوونکو انلاين تعليمي دندې بيا پيل کړې او دغه راز پوهنتونونو ته د اړوندو محصلينو بېرته راتګ بند شوی دی.د بېجينګ د کتابخانو او موزيمونو په شمول عامه ځايونو او پارکونو ته د تلونکو کسانو شمېر محدود شوی دی.

سربېره پردې د بېچينګ د سوداګرۍ ادارې څارونکي وانګ هونګ څون د اوسني بازاري ضمانت د يادونې په ترڅ کې وويل چې اوس مهال د بېجينګ په بازار کې د سبزيو برابرول په چټکۍ سره اعاده شوي او په ثابت ډول ساتل شوي دي.هغه وويل،د پلټنې له مخې په ټول ښار کې د ژوند د اړتيا وړ عمده توکي په ثابت ډول برابريږي او د ميوو او سبزيو زيرمه کافی ده او د مشتريانو شمېر يې هم ثابت دی. د بېجينګ ښار بېلا بېلو ناحيو په بازار کې د کرنيزو توليداتو د برابرولو لپاره څو تدبيرونه نيولي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای