د کوويد-۱۹ ضد ازمويښتي واکسين چې د چين د وو هان د بيلوژيکي توکو د څېړنيزې ادارې لخوا جوړ شوی، د ازموينې نتيجه يې د جون په ۱۶مه نېټه په بېجينګ او هه نان ولايت کې خپره شوه. نتيجه يې ښيي چې دغه واکسين تر ازموينې وروسته خوندي ښکاري او هېڅ هغه کس په بدن کې منفي نښنې ندي ليدل شوې چې واکسين ورباندې ازمويل شوی او د ټولو دا ډول کسانو په بدن کې انټي باډي پيدا شوي دي.
دا تر اوسه د کوويد-۱۹ ضد واکسين په ازموينو کې تر ټولو اوږد وخت، بشپړ مالومات او ښه اغېزه لرونکې نتيجه ده چې د ياد ويروس د وقايي او کنټرول لپاره يې علمي او د ارزونې وړ مالومات برابر کړي دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |