CRI Online

ايا امريکايي رسنۍ د رښتيا ويلو حق لري؟

cri     (GMT+08:00) 2020-06-17 16:32:39

ايا امريکايي رسنۍ د رښتيا ويلو حق لري؟

خبري رسنيو څو ورځې مخکې د امريکا د ناروغۍ کنټرول مرکز (CDC) يو پټ سند خپور کړ. په دغه سند کې راغلي چې سپينې ماڼۍ پر VOA نيوکه کړې چې د چين لپاره يې اړوند تبليغات کړي او د CDC له مطبوعاتي ارګانونو څخه يې غوښتي چې د VOA ټولې مرکې رد کړي. ور پسې د VOA مشر او مرستيال له خپلو دندو څخه استعفاوې وکړې. دا په تېر اپريل کې پر VOA له نيوکې راهيسې د دې رسنۍ پر وړاندې د امريکا حکومت ډېر سخت عمل دی.

په تېر اپريل کې VOA يوه مقاله خپره کړې وه چې پکې ويل شوي وو، په چين کې د کوويد-۱۹ ناروغۍ د کنټرول لپاره د وو هان ښار قرنطين يوه بريالۍ نمونه ده. د سپينې ماڼۍ مشر د دې مقالې تر لوستلو وروسته ډېر خپه شو او پر VOA يې نيوکه کړې چې د امريکايي وګړيو د مالياتو په تر لاسه کولو سره يې د چين لپاره تبليغات کړي دي. له دې څخه ښکاري چې د امريکا رسنۍ د واقعيتونو ويلو حق نه لري او په امريکا کې د بيان ازادي دروغ ده او دوه ګوني معيارونه غوره کوي.

نه يوازې VOA، د کوويد-۱۹ له رامنځته کېدو راهيسې، د امريکا حکومت دNBC، CNN د نيويارک ټايمز په شمول پر يو شمېر رسنيو نيوکې کړي، ځکه چې د کوويد-۱۹ ضد د چين د مبارزې په اړه يې پر واقعيت ولاړې مقالې خپرې کړې دي. که دغه رسنۍ داسې رښتيا وايي، نو خامخا به د امريکا مشران پرې نيوکې کوي. د سپينې ماڼۍ لپاره، يوازې پر چين تورونه لګول او يا پر چين پړه اچول سم او مناسب کارونه دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای